IQNA

د قران پاك قاريان خپل ځانونه قران شريف لپاره وقف كړی

20:07 - November 26, 2010
د خبر لمبر: 2037683
نړيواله ډله: د مسلمان محصلانو په قرائت مقابلی كې ګډون كوونكی د برطانيه قاری ښاغلی محـمد ايوب ‏عاصف ويلی دی چې د قران پاك قاريان خپل ځانونه اسمانی كتاب لپاره وقف كړی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د مسلمان محصلانو تر مينځ تر سره ‏كيدونكې د قران پاك د قرائت دريمو مقابلو كې ګډون كوونكی د برطانوی قاری محمد ايوب عاصف د ‏ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره په ځانګړنی مركې كې وويل چې ښه اواز د خدای تعالی يو لوی ‏نعمت دی او څومره ښه خبره ده چې دې نعمت نه د قران پاك تلاوت لپاره كار واخلو.‏
د الازهر پوهنتون محصل ښاغلی محمد ايوب عاصف وويل چې له كوچنوالی ما قران پاك سره مينه وه ‏او تل زما خواهش او ارمان ؤ چې هغه هم د اسلامی نړۍ لوړو قاريانو غوندې د قران پاك تلاوت ‏وكړی.‏
محمد عاصف چې اوس د مسلمان محصلانو د قرائت د دريمې نړيوالې مقابلی كې شركت كولو لپاره ‏ايران ته راغلی دی په خپلې مركې كې وويل چې زما خوښ كړی شوی قاريان ښاغلی مصطفی ‏اسماعيل، خليل الحصری او محمد رفعت دی. ‏
‏700042‏
captcha