IQNA

18:56 - November 29, 2010
د خبر لمبر: 2039777

احمدی نژاد: د ويكی ليكس اينټرنیټ پاڼې خپاره شوی سندونه اعتبار نلری او دهغوې خپرول يو ډول ‏شيطنت دی ‏

سياسی ډله: دايران داسلامی جمهوريت ولسمشر له پينځه جمع يوې ډلې سره دايران په راتلونكو جامعو ‏خبرواترو كښې په تركیې او برازيل سربيره د نويو هيوادونو دشتون خبر وركړ .‏

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد ‏نن په تهران كښې له خارجی او ايرانيو خبريالانو سره په خبری كانفرنس كښې د پينځه جمع يوې ډلې او ‏دايران په جامعو خبرواترو كښې دنويو هيوادونو دشتون پرضرورت ټينګار وكړ .‏
دايران ولسمشر محمود احمدی نژاد په دغه خبری كانفرنس كښې دپريس ټی وی چينل دخبريال دپوښتنې ‏په ځواب كښې چې دويكی ليكس اينټرنیټ پاڼې دسندونو دخپريدا په باره كښې یې كړی وه وويل د ويكی ‏ليكس اينټرنیټ پاڼې خپاره شوی سندونه اعتبار نلری او دهغوې خپرول يو ډول شيطنت دی او حقوقی ‏ارزښت نلر ی.‏
دايران ولسمشر په دوام كښې په دې خبرې ټينګار سره چې په دنيا كښې دقدرت او شتمنۍ انحصار دله ‏مينځه تلو په حال كښې دی وويل هیڅ هيواد نشی كولای ددنيا په مديريت كښې دايران داسلامی ‏جمهوريت په رول سترګې پټې كړی .‏
دايران ولسمشر دغه راز دتهران دشهيد بهشتی پوهنتون دعلمی پلاوی په دوو غړيو دحملې په غندلو سره ‏چې يو تن پكښې شهيد شوی دی وويل لويدیځ هيوادونه او صهيونيسټ رژيم دايران دپوهنتون داستادانو ‏په نن ورځې ټرور كښې لاس لری .‏
دايران ولسمشر وويل دښمانان نشی كولای په مختلفو رودو سره دايران دملت حركت مخه ونيسی .‏
دايران ولسمشر دغه راز دجاپان ملت او حكومت هم دغير قانونی دباونو په وړاندې مقاومت ته وروبلل ‏او ویې ويل ايران دلچسپۍ لری له جاپان سره خپلې ملګرتياوې زياتې كړی .‏
‏703532‏
captcha