IQNA

19:28 - December 01, 2010
د خبر لمبر: 2040841

د لبنان په دار الافتاء كې تر سره شوی ناستې كې د قدس او د الاقصی جومات د مكمل ‏حمايت اعلان ‏

سياسی او ټولنيزه ډله: د قدس او د فلسطين حامی تنظيمونو مشرانو او د لبنان د ستر مفتی ‏تر مينځ تيره ورځ په كتنې كې د قدس او د الاقصی جومات د مكمل حمايت اعلان ‏څرګندونه وشوه ‏

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د قدس او د فلسطين حامی ‏تنظيمونو ګډ تنظيم مشر ښاغلی احمد درويش الكردی تيره و رځ د لبنان په دارلافتاء كې د ‏لبنان ستر مفتی ښاغلی اعظم محمد رشيد قبانی سره وليدل او د يهوديانو د كورونو په ‏جوړولو او د صهيونی دسيسو په خلاف د اسلامی امت په پاڅون باندې ټينګار وشو ‏
الكردی وويل چې مونږ د فلسطين او د قدس حامی تنظيمونو لخوا دا اعلان كوو چې د ‏فلسطين لويدیځې برخه او ختیځه برخه د فلسطين برخه ده او اسراييلی حكومت څومره ‏كوششونه هم وكړی هغو په خپلو ناپاكو ارادو كې ناكامه پاتې كیږی.‏
‏704334‏
captcha