د قران پاك د تعليم د طريقو د جاجونی لپاره په لندن كې ناسته تر سره كیږی
نړيواله ډله: د برطانيه نوی مسلمان نسل ته د قران پاك د تعليم وركولو، د عربی ګرايمر او د اسلامی احكامو عملی طريقو جاجونی لپاره د لندن په اسلامی مركز كې په څلورم دسمبر يوه ناسته تر سره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د لندن اسلامی مركز اعلان كړی دی چې د قران پاك د تعليمی طريقو د جاجونی لپاره تر سره كيدونكې اجلاس كې د لندن د عربی مدرسو مشران هم ګډون كوی.
په دې اجلاس كې د عربی مدرسو كې كار كوونكو محصلانو كور والو ته د قران پاك او د اسلام عملی احكام تعليم وركولو طريقو په هكله اشنا كوی او د ګډؤن كوونكو پوښتنو ځوابونه به وركوی.
704281