IQNA

ايت الله خامنه ای: فكر، علم،‎ ‎ژوند او معنويت د پر مختګ د اسلامی ايرانۍ بيلګی مهم ‏عنصرونه دی ‏

19:24 - December 03, 2010
د خبر لمبر: 2041316
سياسی او ټؤلنيزه ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی ‏خامنه ای بیګا د ايران په اسلامی جمهوريت كښې د ستراتيژيكو مفكورو په لومړنۍ غونډه ‏كښې د پوهنتون او حوزی په لسګونو پوهانو، استاذانو او د نظر خاوندانو ته په خطاب كښې ‏وفرمايل دغه بيلګه به د هيواد د لرليد او پروګرام د درستو سندونو په سر كښې وی. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د رهبرۍ سترمقام په دغه ‏غونډه كښې د فاضلانو او استاذانو په ويناوو او علمی مقالو خوښی وښوده او مننه یې وكړه ‏او دغه موضوع یې د ايران د پوهانو او عالمانو د ډير لوړ ظرفيت نښه وبلله . ‏
حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای لومړی د پوهانو او بيا د ټولنې په عمومی سويه ‏د سترو مسئلو په هكله خبرې اترې او كلتور د ستراتيژيكو غونډو يو بل هدف وباله او ‏زياته یې كړه ددغو غونډو دريم هدف د هيواد د راتلونكې لپاره د لاری ټاكل دی . ‏
د رهبرۍ سترمقام حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای د پرمختګ د ايرانۍ او ‏اسلامی بيلګی په بحث كښې د امنيت، عدالت، هوساينې، آزادۍ، حكومت، خپلواكۍ او ملی ‏عزت په څير د ژوندون اصلی مسئلو ته پام اړين وباله او ویې فرمايل په دغه بيلګه كښې ‏بايد ژوند ته ډير پام وشی.‏
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای د اسلام له نظره د ‏حكومت مسئله يوه بله هغه موضوع وبلله چی په دغه بهير كښې بايد ورته پام وشی . ‏
حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای په دی اړه وفرمايل په اسلام كښې فردی يا ‏وګړنيز صلاحيتونه دومره مهم دی چی هر څوك چی وغواړی يو مسئوليت اودنده ومنی نو ‏بايد په ځان كښې لازم صلاحيت راپيدا كړی كه نه نو د مسئوليت په منلوسره یې يو ناروا ‏كار كړی دی . ‏
د دغه غونډی په پيل كښې چی څلور ساعته اوږده څوارلسو متفكرانو او استاذانو د ‏پرمختګ د ايرانۍ او اسلامی بيلګی په هكله خپلی ليدتوګی او نظرونه بيان كړل .‏
‏705456‏
captcha