IQNA

د مسلمانو محصلانو د قران د نړيوالو مقابلو د دريمې دورې فيصله كوونكی معرفی شول

22:43 - December 12, 2010
د خبر لمبر: 2046870
د قرانی چارو ډله: د مسلمانانو د محصلانو د قران د نړيوالو مقابلو د دريمې دورې مشر، د قران په مقابلو باندې د ناظرې شورا او فيصله كوونكيو نامې وښودلې دا مقابلې به د مرغومې د مياشتې له 19 تر 22 نیټې په مشهد كښې ترسره كیږی.
د مسلمانانو د محصلانو د قران د نړيوالو مقابلو د دريمې دورې مشر «عيسی عليزاده» ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو اترو كښې د قران په مقابلو باندې د ناظرې شورا او فيصله كوونكيو نامې وښودلې او ویې ويل: د مصر د نقابة‌القراء مشر شيخ «ابوالعينين شعيشع»،«عبدالرسول عبايی» او «عباس سليمی» چې زمونږ د هيواد قران وړاندويندويی او «رحيم خاكی» و «كريم دولتی»، چې زمونږ د هيواد نړيوال قاريان دی د دې دورې د شورا او نظارت د غړو په عنوان وټاكل شو.
د هيواد د قرانی چارو د سازمان مشر وړاندې د فيصله كوونكيو نامې په دې طريقه بيان كړې: «محمد عباسی» د صوت د برخې فيصله كوونكی، «هاشم روغنی» د لحن د څانګې، «سيدجواد سادات‌فاطمی» د تجويد د څانګې، «حميدرضا مستفيد» د وقف او ابتدا د څانګې او «حميدرضا درايتی» د ښه حفظ د څانګې، فيصله كوونكی شو چې په دې مقابلو كښې به فيصله كوی.
710995
captcha