IQNA

د پيرس د لوی جمات مشر په فرانس كښې د جماتونو په زياتولو ټينګار وكړ

17:14 - December 14, 2010
د خبر لمبر: 2048112
نړيواله ډله: د پيرس د لوی جمات مشر «دليل بوبكر»، د ليندې د مياشتې په 22 نیټه د فرانس ټی وی سره په خبرو اترو كښې د جماتونو د زياتيدو په هكله خبرې وكړې چې مسلمانانو ته د جماتونو د زياتولو ضرورت دی.
ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له «Atlasinfo» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دليل بوبكر د فرانس ټی وی چينل «فرانس اينفو»(France Info)، سره به خبرو كښې وويل: اوس مسلمانانو ته پكار نه دی چې په سړكونو كښې لمونځونه وكړی دا بلكل منطقی خبره دی چې مسلمانانو ته د جماتونو ته زياتيدو ضرورت دی.
د پيرس د لوی جمات مشر زياته كړه: زه وايم مسلمانان په خپله هم په دې نه دی راضی چې مجبور شی په سړكونو كښې لمونځونه وكړی او تلوونكيو لارتلونكيو مزاحم شی خو د جماتونو جوړول دومره كم شوی دی چې مسلمانان مجبور دی چې په سړكونو كښې لمونځونه وكړی.
712693
captcha