IQNA

د شام عالمان: په اسكندريه كليسا باندې حملې كوونكو مقصد مذهبی جنګ لګول وو

20:19 - January 06, 2011
د خبر لمبر: 2059982
سياسی او ټولنيزه ډله: د شام دينی عالمانو په يو بيان كې ويلی دی چې په مصر كې د ‏عيسايانو په كليسا باندې حملې كوونكی د استكبار ايجنټان دی او د هغو مقصد دينونو تر ‏مينځ جنګ شورو كول وو. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د شام دينی عالمانو په مصر ‏كې د عيسايانو په كليسا مخې ته د بم چاودنه كلكه غندلو سره په يو بيان كې ويلی دی چې ‏مسلمان او عيسايان د يو بل وروڼا دی لكه څرنګه د اسلامی سپیڅلتياو سپكاوې د تحمل وړ ‏نه دی همدا رنګ د عيسايانو د مذهبی او سپیڅلی ځايونو سپكاوی كول د افسوس وړ دی. ‏
د بيان په اخر كې راغلی دی چې څو ورځې مخكښې د عيسايانو او مسلمانانو تر مينځ په ‏نړيوال كانفرنس كې په زرګونو مسلمانانو او عيسايانو عالمانو ګډون دا خبره ثابته كړه چې ‏دا دوه دينونه يو بل سره نزدې دی او د يو بل سره د ورورولۍ لپاره هڅه كوی.‏
‏724523‏
captcha