د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د بحرين د شيعه عالمانو مجلس په يوې بيانې كې ويلی دی چې په بحرين كې ډيرو اوچتو او لوړو عالمانو سترګې خلاصې كړی دی خو تر اوسه پورې د د ايت الله شيخ احمد قاسم په شان كس پيدا نه دی شوی چې په هغه كې د مشرۍ ټول صفتونه د كمال حد ته رسيدلی دی لكه ايمان، بصيرت تقوی، پرهيزګاری، علم، میړانتيه، حكمت او زهد د هغه په وجود كې موجود دی
په دې بيانې كې یې آيت اللہ شيخ عيسی احمد قاسم د بحرين خلكو او ټؤلنې لپاره يو لوی نعمت ټاكلې دی او ويلی شوی دی چې آيت اللہ شيخ عيسی احمد قاسم يو مهربان او خوږ پلار په شان ده چې د هغه كارونه د ټؤلنې يوې خاصی ډلې لپاره نه دی بلكې د د ټولې ټولنې په ګټه كې دی.
724856