IQNA

مولوی حبيب اللہ حسام ‏‎:‎‏ د قران شريف د تعليماتو په رڼا كې اسلامی مذهبونه بايد يو بل ‏سره نږدې شی

20:43 - January 07, 2011
د خبر لمبر: 2060233
نړيواله ډله: د افغانستان د دينی مدرسه ايمان مشر ښاغلی مولوی حبيب اللہ حسام له عالمانو ‏او پوهاندو غوښتنه كړې ده چې هغو د قران پاك او حديث په رڼا كې فرقه ايز اختلافات ‏ختم كړی او يو بل سره نږدې شی. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د افغانستان د دينی مدرسه ايمان ‏مشر ښاغلی مولوی حبيب اللہ حسام ويلی دی نن افغانستان ته د يووالی او رورولۍ ډير ‏ضرورت دی همدې لامله عالمان او پوهاند بايد مخكښې قدم اوچت كړی او د قران پاك او ‏حديث د تعليماتو په رڼا كې خپل معمولی اختلافات هير كړی او د ټولنې اتحاد او يووالې ‏پراخ كړی. ‏
د افغانستان د دينی مدرسه ايمان مشر ښاغلی مولوی حبيب اللہ حسام د افغانستان د خبری ‏اژانس اوا ته په مركې كې وويل چې ښه او يووالې او ورورولۍ سره وخت تيرول د ‏اسلامی تعليماتو برخه ده او كوم كس دا حقيقت نه منی هغه يا د اسلام دښمنانو ايجنټ دی او ‏يا جاهل او بې خبره ده او له حقه ډډه كوونكی.‏
‏724459‏
captcha