IQNA

د اسلامی انقلاب ستر لارښود، د قم د ولس د ۱۹ نیټې پاڅون د اسلام او ايران د ملت د ‏دښمنانو پر جبهې يو مزبوت ګوزار وباله ‏

19:28 - January 09, 2011
د خبر لمبر: 2061604
سياسی او ټؤلنيزه ډله: د ايران د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد ‏علی خامنه نن د قم د سپیڅلی ښار د زرګونو خلكو په ولولناك ټول كې روښانه كړه د قم ‏ولس د ۱۳۵۶ لمريز كال د مرغومې په ۱۹ په پاڅون كې په ډير بصيرت سره حالات ‏وپيژندل ، خپله دنده ئې احساس كړه او ډګر ته راووتل.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود ‏په خپلې وينا كې د قم د ولس د۱۹ نیټې پاڅون د اسلام او ايران د ملت د دښمنانو او استكبار ‏پر جبهې يو مضبوت ګوزار وباله او زياته ئې كړه دغه ولولناك شتون د دښمنانو په خلاف ‏په درست هيواد كې لوی خوځښتونه رامينځته كړل. ‏
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه په بيلابيلو ډګرونو ‏كې د ايران د ملت د سرلوړيو په يادولو سره ټينګار وكړ دغه ملت توانيدلی دی له معنوی او ‏مادی پلوه وده وكړی چې د علم او خدمت په زمينې كې پرمختګ ئې يوه بيلګه ده. ‏
حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه هم دا راز دې ټكی ته په اشارې سره چې د قم ‏ولس تل په بيلابيلو ډګرونو كې مخكښې دی، قم ته ئې د خپل وروستی سفر په وخت د دغه ‏ښار د خلكو د شتون قدرونه وكړه او وې فرمائيل په دغه سفر كې د خلكو بيلابيلو پرګنو ‏اسلامی نظام ته خپله پابندی او دغه راز خپل بصيرت او ايمان نندارې ته وړاندې كړ په دې ‏ډول چې دښمنانوهم پرې اعتراف وكړ.‏
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه د قم د میړنی ولس ‏خوځښت د بصيرت او ویښتيا يوه بيلګه وبلله او ټينګار ئې وكړ، په ټولو پیښو كې بايد دغه ‏ډول عمل وشی چې غليمان اوس هم ترې ويریږی او دا داسې حركت دی چې تر آخره به ‏دوام ولری. ‏
حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه هم دا راز په فلسطين، لبنان عراق او افغانستان كې ‏د امريكا د سياستونو پاتې راتلو ته په اشارې سره روښانه كړه، امريكا د ايران د اسلامی ‏جمهوريت نظام د خپلو ناكاميو اصلی عامل معرفی كوی په داسې حال كې چې په حقيقت ‏كې ئې د ملتونو له ویښتياؤ او سمو سياستونو ماته خوړلې ده.‏
‏727244‏
captcha