IQNA

د نجف اشرف امام جمعه: آيت‌الله‌العظمی خوئی عراقی غورځنګ ته مذهبې رنګ وركړی ؤ

19:27 - January 09, 2011
د خبر لمبر: 2061627
نړيواله ډله: د د نجف اشرف امام جمعه ښاغلی حجۃ الاسلام و المسلمين سيد صدر الدين ‏قبانچی ويلی دی چې دا يوازې د آيت اللہ سيد ابوالقاسم خوئی شخصيت ؤ چې په عراق ېك ‏دې غورځنګ ملاتړ وكړ او دې ته یې شرعې او مذهبې رنګ وركړ. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د نجف اشرف امام جمعه ‏ښاغلی حجۃ الاسلام و المسلمين سيد صدر الدين قبانچی د جمعې په ورځې د لمانځه په ‏خطبو كې د آيت اللہ العظمی سيد ابوالقاسم خوئی د كليزې په مناسبت سره د تعزيت په ‏وړاندې كولو سره ويلی دی چې ښاغلی آيت اللہ العظمی سيد ابوالقاسم خوئی د نجف د ‏حؤزې ساتنه وكړه او دومره پورې یې وساتله چې نن نجف حوزې ته د آيت اللہ العظمی سيد ‏ابوالقاسم خوئی نسبت وركولې شی او نن هم ډير لوی او اهم شخصيتونه د آيت اللہ العظمی ‏سيد ابوالقاسم خوئی له شاګرانو څخه دی‏
په پاې هغه د مصر په اسكندريه ښار كې د بم د چاودنو په كلكه وغندلې او په دې چاودنې ‏كې ټاپيانو سره یې دخواخوږی څرګندونه وكړه.‏
‏726034‏
captcha