د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران ولسمشر محمود احمدی نژاد نن په تهران كښې د سوریې د پارلمان له مشر محمود لابرش سره په كتنې كښې وويل د دښمانانو په وړاندې د سيمې د هيوادونو اتحاد او مقاومت ضروری دی.
ښاغلی احمدی نژاد دې ته په اشارې سره چې لويدیځ او د سلطې نظام د سيمې د مقاومت او د ايران او سوریې د جبهې د كمزوری كولو هڅه كوی وويل نن د سلطې د نظام د غوښتنې په اپوټه په سيمه او نړۍ كښې دوه متحده حكومتونه قدرت ته رسيدلی دی او د مقاومت جبهه هره ورځ پسې قوی كیږی.
د سوریې د پارلمان مشر محمود الابرش هم دې ته په اشارې سره چې دښمانان په اسلامی او عربی هيوادونو كښې د مشكل د رامينځته كولو هڅه كوی وويل د اسلامی هيوادونو مقاومت او پيوستون د دښمانانو د سپيرو هدفونو د پوره كيدا خنډ كيدلای شی.
د سوریې د پارلمان مشر دې ته په اشارې سره چې دښمانان د اسلامی هيوادونو د ويش او د سيمې د ملتونو ترمينځ د اختلاف او ګډوډۍ د رامينځته كولو هڅه كوی وويل د اسلامی او عربی هيوادونو پيوستون او اتحاد به دښمانان ناكامه كړی.
727707