IQNA

په هندوستان كې د "حقيقی اسلام" تر عنوان لاندې ناسته تر سره شوه ‏

9:19 - January 14, 2011
د خبر لمبر: 2064108
د ادب او هنر ډله: د څلورو مينارو جومات لخوا په امرويه كې د د "حقيقی اسلام" تر عنوان ‏لاندې ناسته تر سره شوه د هندوستان نوموړې او مشهور پوهاند ښاغلی افتاب احمد ‏امروهوی دې ناسته ته خطاب وكړ. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلام حقيقی تعليمات وړاندې ‏كولو د لړۍ يوه ناسته د هندوستان په امرويه ښار كې تره سره شوه چې پكښې د قرانپاك ‏قارې او پوهاند ښاغلی افتاب احمد امروهوی وينا وكړه هغه په خپلې وينا كې د اسلام ‏مختلفو ځانګړتياوو ته په اشارې سره وويل چې اسلام د مينې او ورورولۍ او د امن سبق ‏ښې او اسلام د عقل دين دی همدې لامله نن اسلام په تيزې سره په پراخيدو دی.‏
آفتاب احمد امروہوی وويل چې په اسلام كې د ترهګرۍ كوم ځاې نه لری او قران پاك قتل ‏او فتنه او فساد كول حرامه بللی دی همدې لامله پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله وسلم تل په ‏ټولنې كې د امن او امان د ټينګتيا لپاره هڅې كړی دی.‏
‏729117‏
captcha