IQNA

19:42 - January 15, 2011
د خبر لمبر: 2064856

د كربلا د جمعې خطيب: عراق ټولو اسلامی هيوادونو سره ښه روابط غواړی

نړيواله ډله: د حضرت ايت الله العظمی سيد علی سيستانې استازې او د كربلا د سپیڅلې ښار د ‏جمعې خطيب ښاغلی سيد احـمد صافی پرون د جمعې لمانځه په خطبوكې ټينګار وكړ چې عراق ‏ټولو اسلامی هيوادونو سره ښه روابط غواړی ‏

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز نون یې نقلوی چې د حضرت ‏ايت الله العظمی سيد علی سيستانې استازې او د كربلا د سپیڅلې ښار د جمعې خطيب ښاغلی سيد احـمد ‏صافی پرون د جمعې لمانځه په خطبو كې چې د حضرت امام حسين عليه السلام د پاك زيارت خوا و شا كې تر ‏سره شو اعلان یې وكړ چې د صدام ملعون د حكومت د نسكوريدو نه پس او د صدام په وخت ګاونډيانو ‏هيوادونو سره مو ډير مشكلات پيدا شوی وو خو د خدای په فضل سره حالات اوس ښه دی او ښه لورې روان دی ‏او په بغداد د عربو ولسمشرانو ناسته به دا حالات نور هم ښه كړی.‏‎ ‎
د كربلا د جمعې لمانځه خطيب د خطبو په پاې كې د څلویښتم ورځې د زيارت لوستلو چاره يوه نړيواله چاره ‏وټاكله او ټينګار یې وكړ چې له ټؤلې نړۍ په لكونو خلق او زواران به د څلویښتې په ورځ كربلا ته راځې او د ‏دولتې ادارو او سازمانو او سفارت خانو ذمه ده چې د دې زوارانو د اسانتيا لپاره ملا وټإړی او بيا په تيره د ‏پولې پوليس والان دې د زوارانو سره ډير په ادب سره ملاو شی.‏‎ ‎
‏730367‏
captcha