IQNA

احمدی نژاد: صهيونيسټ رژيم د لبنان له اوسنی حالته ناوړه استفاده كول غواړی ‏

13:46 - January 16, 2011
د خبر لمبر: 2065392
سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر د تركیې له لومړی وزير سره ‏په ټيلی فونی خبرو كښې وويل صهيونيسټ رژيم د لبنان له اوسنی حالته د ناوړه استفادې ‏هڅه كوی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ولسمشر له دفتر ويب ‏پاڼې یې نقلوی د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر احمدی نژاد او د تركیې لومړی ‏وزير رجب طيب اردوغان پرون په ټيلی فونی خبرو كښې د لبنان د وروستيو بدلونونو په ‏هكله د نظر تبادله وكړه او د لبنان د مشكل د حل لپاره یې د دواړو هيوادونو ګډه هڅه ‏ضروری وبلله.‏
ښاغلی احمدی نژاد او د تركیې لومړی وزير طيب اردوغان په عين حال كښې د لبنان په ‏اوسنی حالت د خواشينې د څرګندولو په ترڅ كښې د پرديو له لاسوهنې پرته او له سياسی ‏ملاحظاتو ليرې د لبنان د مشكل د حل لپاره د سمدستی فيصلې د ترسره كولو غوښتنه وكړه.‏
احمدی نژإد په دغو خبرو كښې وويل صهيونيسټ رژيم د لبنان له اوسنی حالته د ناوړه ‏استفادې او سيمې او لبنان ته د تاوان د رسولو هڅه كوی نو له همدې كبله بايد د سيمې د ‏هيوادونو په ملګرتيا او غږملتيا سره د لبنان د كړكيچ لپاره حل لاره ولټول شی.‏
د تركیې لومړی وزير ښاغلی طيب اردوغان هم په دغو خبرو كښې په سيمه كښې د ايران د ‏اسلامی جمهوريت رغنده او مثبت رول ته په اشارې سره په لبنان كښې د ثبات د ټينګولو ‏لپاره په ګډې هڅې ټينګار وكړ.‏
‏731303‏
captcha