IQNA

8:15 - January 17, 2011
د خبر لمبر: 2065687

د شيعه مسلمانو مخالف كتاب په چاپيدو باندې ايت الله واعظ زاده خراسانی سخت احتجاج ‏وكړ

نړيواله ډله: د مسلمانو عالمانو نړيوال كونسل مرستيال آيت اللہ واعظ زادہ خراسانی د ‏ښاغلی شيخ يوسف القرضاوی په نوم يو ليك كې د شيعه ؤ عقايدو پر ضد ليكلی كتاب ‏التشيع فی افريقا د چاپيدو مذمت كړی دی. ‏

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د مسلمانو عالمانو نړيوال ‏كونسل مرستيال آيت اللہ واعظ زادہ خراسانی د نوموړی دينی عالم ښاغلی شيخ يوسف ‏القرضاوی په نوم يو ليك كې د شيعه ؤ عقايدو پر ضد ليكلی كتاب التشيع فی افريقا د ‏چاپيدو سخت مذمت كړی دی. ‏
د الغراف خبری چينل د راپور په مطابق ددې كتاب د چاپيدو نه پس ښاغلی آيت اللہ واعظ ‏زادہ خراسانی ښاغلی شيخ يوسف القرضاوی نه غوښتنه كړې وه چې ددې كتاب د چاپيدو نه ‏مخكښې بايد د علماو كونسل لخوا ددې كتاب جاجونه و شی او تاييد شی. ‏
هغه زياته كړه چې ددې كتاب ليكونكی په افريقې كې د شيعه د خدمتونو نه بې خبره دی او ‏ليكوال په دې كتاب كې د شيعه پر ضد ډير ناوړه ژبه استعمال كړی دی او په شيعه باندې ‏یې ډير تورونه لګولی دی.‏
‏730142‏
captcha