د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله وسلم ګران نماسې حضرت امام حسين عليه السلام د اربعين او څلویښتې كې عراق سره د نړۍ له مختلفو هيوادونو په لاكهونو خلك بې څپلو او يا په ګاډو كې كربلا ته ځې نو دې زوارانو لپاره خلك په لارو كې سبيلونه لګولی او ددوې خدمت كوی او ثؤاب تر لاسه كوی
سږكال د عراق په ناصريه ښار كې د چين يوه كمپنی كار كوی چې پكښې چينې ښځه او د هغې خاوند هم د امام حسين عليه السلام د زوارانو په خدمت كې لګيا دی او په زاوارنو باندې د اوبه او ډوډۍ ويشوی
بلخوا د ايران كونصلیټ خبر وركړ چې د امام حسين عليه السلام د اربعين په مراسمو كې ګډؤن لپاره هره ورځ له پينځو ته اووو زرو ايرانيانو هم سرحد نه عراق ته اوړی او له عراقی حكومت یې غوښتنه كړی ده چې هره ورځ دی لږ تر لږه لس زره زوارن پریږدوی.
732792