IQNA

ښاغلی مهمانپرست د امريكایې پادرې لخوا د قران پاك سپكاوې د اسلام پر ‏ضد د لويدیځ د دسيسو دوام وباله

19:12 - January 20, 2011
د خبر لمبر: 2067918
سياسی ډله: د‎ ‎ايران د‏‎ ‎اسلامی جمهوريت خارجه وزارت ويندوې په استنبول ‏كښې د بشپړو خبرو اترو په درشل كښې له تهران سره ملګرتيا د ټولو په ‏ګټه وبلله.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، له ايران اسلامی ‏جمهوريت سره د پينځه جمع يوې ډلې خبرې اترې ټاكل شوی ده چې سبا د ‏تركیې په استنبول كښې تر سره شی.‏
د ايران داسلامی جمهوريت د خارجه وزارت ويندوې ښاغلی مهمانپرست ‏بیګا د استنبول كښې د بشپړو خبرو په اړه وويل دغه خبرې اترې د پينځه ‏جمع يوې ډلې د مركچی لورو لپاره يوازنۍ لاره ده.‏
دايران د خارجه وزارت ويندوې جوته كړه لويدیځو هيوادونو په ټول توان سره ‏هڅه وكړه چې ايران اټومی هيواد نه شی خو په خپله ناكامه شول او ايران ‏اټومی هيواد جوړ شو او دستنيدا لاره نيشته.‏
ښاغلی مهمان پرست يو ځل بيا ټينګار وكړ لويدیځ هيوادونه بايد د ايران د ‏ملت د اټومی حقوقو احترام وكړی او بد اخلاقۍ څنګ ته كړی.‏
د د خارجه وزارت ويندوې دغه راز د سب سيسډيو د هدفمنيدا د قانون اجرا د ‏ايران په اقتصاد كښېی حقيقی بدلون وباله او ویې ويل بايد كړچارونه اصلاح ‏شی او په سم مديريت سره ايران پراختيا ومومی .‏
دايران دولسمشر احمدی نژاد دسب سیډيو دقانون اجرا مثبت وباله او ‏ددښمانانو له كارړنګونې سره سره نن سبا دسب سیډيو دهدفمنيدا قانون ‏په ښه توګه داجرا په حال كښې دی.‏
همدارنګ مهمانپرست د امريكایې پادرې لخوا د قران پاك سپكاوې د اسلام ‏پر ضد د لويدیځ د دسيسو دوام وباله، او دا اقدام یې په كلكه وغندل. ‏
يادونه كوو چې د فلوریډا «تری جونز» پادرې نن ورځ د قران شريف محاكمې ‏په نوم ټاكلې ده. ‏
734038
captcha