د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، له ايران اسلامی جمهوريت سره د پينځه جمع يوې ډلې خبرې اترې ټاكل شوی ده چې سبا د تركیې په استنبول كښې تر سره شی.
د ايران داسلامی جمهوريت د خارجه وزارت ويندوې ښاغلی مهمانپرست بیګا د استنبول كښې د بشپړو خبرو په اړه وويل دغه خبرې اترې د پينځه جمع يوې ډلې د مركچی لورو لپاره يوازنۍ لاره ده.
دايران د خارجه وزارت ويندوې جوته كړه لويدیځو هيوادونو په ټول توان سره هڅه وكړه چې ايران اټومی هيواد نه شی خو په خپله ناكامه شول او ايران اټومی هيواد جوړ شو او دستنيدا لاره نيشته.
ښاغلی مهمان پرست يو ځل بيا ټينګار وكړ لويدیځ هيوادونه بايد د ايران د ملت د اټومی حقوقو احترام وكړی او بد اخلاقۍ څنګ ته كړی.
د د خارجه وزارت ويندوې دغه راز د سب سيسډيو د هدفمنيدا د قانون اجرا د ايران په اقتصاد كښېی حقيقی بدلون وباله او ویې ويل بايد كړچارونه اصلاح شی او په سم مديريت سره ايران پراختيا ومومی .
دايران دولسمشر احمدی نژاد دسب سیډيو دقانون اجرا مثبت وباله او ددښمانانو له كارړنګونې سره سره نن سبا دسب سیډيو دهدفمنيدا قانون په ښه توګه داجرا په حال كښې دی.
همدارنګ مهمانپرست د امريكایې پادرې لخوا د قران پاك سپكاوې د اسلام پر ضد د لويدیځ د دسيسو دوام وباله، او دا اقدام یې په كلكه وغندل.
يادونه كوو چې د فلوریډا «تری جونز» پادرې نن ورځ د قران شريف محاكمې په نوم ټاكلې ده.
734038