د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له «Arab News»، ورځ پاڼې یې نقلوی چې په سعودی عرب په جدې ښار كې د قران پاك د حفظ مدرسه ابوبكر بن حفص حافظان محصلانو د قدرونې مراسم تر سره شو د سعودی عرب پوهاند او عالم ښاغلی انوار الصيرې په دې مراسمو كې په ګډون سره اعلان وكړ چې د هندوستان او پاكستان هلكان چې مورينه ژبه یې عربی نه ده د حفظ نه پرته بايد د قران په معانو هم پام وكړی خو په حفظ كې د د سعودی عرب له ماشومانو ښه فعاليت كوی.
تر اوسه پورې په دې قرانی مدرسه كې چې درې كاله مخكښې په جدې كې جوړه شوی وه په لسګونو محصلانو د قران پاك حفظ كړی دی او اوس هم پكښې شپيته محصلانو د قران پاك په حفظ كې لګيا دی.
دا مراسم د ټول قران پاك حافظانو ته د انعامونو په ډالۍ كولو سره پای ته ورسيده
733511