IQNA

‏«عاشورا د امام موسی صدر په نظر كې» نومې سيمينار، په بيروت كې تر سره شو‏

14:45 - January 23, 2011
د خبر لمبر: 2068880
نړيواله ډله: د امام موسی صدر او علامه العلايلی په نظر كې په عاشوره كې يووالې تر عنوان لاندې يو سيمينار ‏دلبنان د شيعه ؤ ستر مجلس دفتر كې په بيروت كې ترسره شو.‏‎ ‎
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اهل بيتو عليهم السلام د نړيوالې غونډې له عمومی ‏روابطو یې نقلوی چې دا سيمينار د زيارت په ورځ د روان ميلادی كال د جنورې په شلمې نیټې د لبنان د «جمعيت احياء ‏التراث علمای شيعه امام صادق(ع)» لخوا دلبنان د شيعه ؤ ستر مجلس دفتر كې په بيروت كې ترسره شو.‏‎ ‎
په دې فكری او سياسی سيمينار كې ويناوال د لبنان د دوو پوهاندو او عالمانو ښاغلی امام موسی صدر او علامه العلايلی د ‏عاشوره په هكله او له دې پیښې د يووالې اړخ او سبق اخستلو نظریې یې څیړلی چې دا كار د خبری رسندويو په هركلی ‏سره مخامخ شو.‏‎ ‎
په دې سيمينار كې د حزب الله د مركزی شوره غړی ښاغلی شيخ «حسن البغدادی»؛ د صيدا ښار د قدس جمات امام ښاغلی ‏شيخ «ماهر حمود»؛ د لبنان ستر عالم او د مجلس اعلای شيعه له مركزی شوره غړی ښاغلی شيخ «احمد قبلان»؛ د لبنان ‏دپارليمان استازې ښاغلی «حسن يعقوب»؛ په بيروت كې دايران د كلتوری مركز مشر ښاغلی محمدحسين رئيس‏زاده»؛ په ‏لبنان كې د ايران سفير ښاغلی «غضنفر ركن‏آبادی»؛ او د لبنان د نورو تنظيمونو او انجمنو او مفتيانو اوسياسی شخصيتونو ‏په دې سيمينار كې ګډون وكړ ‏
‏734760‏
captcha