د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اهل بيتو عليهم السلام د نړيوالې غونډې له عمومی روابطو یې نقلوی چې دا سيمينار د زيارت په ورځ د روان ميلادی كال د جنورې په شلمې نیټې د لبنان د «جمعيت احياء التراث علمای شيعه امام صادق(ع)» لخوا دلبنان د شيعه ؤ ستر مجلس دفتر كې په بيروت كې ترسره شو.
په دې فكری او سياسی سيمينار كې ويناوال د لبنان د دوو پوهاندو او عالمانو ښاغلی امام موسی صدر او علامه العلايلی د عاشوره په هكله او له دې پیښې د يووالې اړخ او سبق اخستلو نظریې یې څیړلی چې دا كار د خبری رسندويو په هركلی سره مخامخ شو.
په دې سيمينار كې د حزب الله د مركزی شوره غړی ښاغلی شيخ «حسن البغدادی»؛ د صيدا ښار د قدس جمات امام ښاغلی شيخ «ماهر حمود»؛ د لبنان ستر عالم او د مجلس اعلای شيعه له مركزی شوره غړی ښاغلی شيخ «احمد قبلان»؛ د لبنان دپارليمان استازې ښاغلی «حسن يعقوب»؛ په بيروت كې دايران د كلتوری مركز مشر ښاغلی محمدحسين رئيسزاده»؛ په لبنان كې د ايران سفير ښاغلی «غضنفر ركنآبادی»؛ او د لبنان د نورو تنظيمونو او انجمنو او مفتيانو اوسياسی شخصيتونو په دې سيمينار كې ګډون وكړ
734760