IQNA

په عربی ژبه كې د امام حسين عليه السلام د مصبتونو بشپړ كتاب چاپ شو

15:14 - January 23, 2011
د خبر لمبر: 2069359
د هنر او ادب ډله: د ايران دخوزستان د حج او زيارتونو د څانګې مشر ښاغلی ‏حجۃ الاسلام و المسلمين محمد امين جامعی خبر راكړ چې د په عربی ژبه كې د ‏امام حسين عليه السلام د مصبتونو بشپړ كتاب چاپ او بازار ته راغې. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې اعظم المصائب ‏فی مقتل الحسين بن علی بن ابی طالب په نومې بشپړ كتاب چې ښاغلی حجۃ ‏الاسلام و المسلمين محمد امين جامعی ليكلی دی او د اهواز ښار د جمعی امام او ‏د اسلامی انقلاب ستر لارښود استازې ښاغلی آيت اللہ موسوی جزائری د كتاب ‏سريزه ليكلی ده دا كتاب په درې سوه مخونو مشتمل دی او شپږ بابونه لری. ‏
د كتاب ليكوال ښاغلی حجۃ الاسلام و المسلمين محمد امين جامعی د خپل دې ‏كوشش او كار په تفصيل بيانولو سره وويل د څلورو كلونو پرله پسی محنت او ‏كوشش او له اووياو زيات د شيعه او سنيانو كتابونو د مطالعې نه پس مو دا كتاب ‏‏"اعظم المصائب فی مقتل‌الحسين‌ بن علی بن ابيطالب" ليكلی دی او په دې مو ‏يوازې هغه روايتونه راوړی دی چې ټولو عالمانو پرې اتفاق او اعتماد دی.‏
‏734753‏
captcha