IQNA

ايت الله مكارم شيرازی: د اهل بيتو په فرهنګ كې ميرمن ډير ځلانده شخصيت لری ‏

21:37 - January 24, 2011
د خبر لمبر: 2069758
سياسی او ټولينزه ډله: ستر دينی مرجع آيت الله مكارم شيرازی وويل د ميرمن شخصيت د اهل بيت عليهما سلام په كلتور كې ډير ‏ځلانده او ممتاز مقام لری.‏
‏ دغه ستر دينی مرجع پرون ناوخته د ايران د شمال د ارومیّه په امام خمينی مصلی كې د حضرت زينب كبری سلام الله عليها په نامه ‏په يو سمينار كې د ګډو ن كونكو سرښيندونكو، جانبازانو او د شهيدانو له كورنيو سره په كتنې كې زياته كړه د اسلامی ټولنې ميرمنې ‏بايد په قدرت تقوا او ايمان سره په ټولنې كې د سالمو او صالحو بچيانو روزلو ته مخه كړی او د ټولنې د ودې او لوړاوی زمينه ‏برابره كړی .‏
آيت آلله مكارم شيرازې ميرمن ته د تاريخ نظر له ظلم او ستم سره يو شان وباله او وې ويل د تاريخ په پاڼو كې ميرمنې د هغه هويت ‏وژلې په دليل چې د هغوی په باب كیږی، د ټولنې، اقتصاد، كلتور او سياست په حدودو كې ئې شتون نه دی درلودلی او ځپل شوی ‏دی.‏
د مسلمانانو دغه ستر دينی مرجع هم دا راز د ميرمنو د توانمنيو او وسونو پيژندګلوی د اسلامی انقلاب يوه لويه بريا وبلله او وې ويل ‏د اسلامی انقلاب له پيل راهسې ميرمنې په بشپړ ډول ستر سره په تولو ډګرونوكې فعال شتون لری او نن سبا هم د ايران په اسلامی ‏جمهوريت كې په بيلابيلو سياسی، ټولنيزو او علمی ډګرونو كې د ميرمنو شتون ډيرزيات دی. ‏
‏735655‏
captcha