دغه ستر دينی مرجع پرون ناوخته د ايران د شمال د ارومیّه په امام خمينی مصلی كې د حضرت زينب كبری سلام الله عليها په نامه په يو سمينار كې د ګډو ن كونكو سرښيندونكو، جانبازانو او د شهيدانو له كورنيو سره په كتنې كې زياته كړه د اسلامی ټولنې ميرمنې بايد په قدرت تقوا او ايمان سره په ټولنې كې د سالمو او صالحو بچيانو روزلو ته مخه كړی او د ټولنې د ودې او لوړاوی زمينه برابره كړی .
آيت آلله مكارم شيرازې ميرمن ته د تاريخ نظر له ظلم او ستم سره يو شان وباله او وې ويل د تاريخ په پاڼو كې ميرمنې د هغه هويت وژلې په دليل چې د هغوی په باب كیږی، د ټولنې، اقتصاد، كلتور او سياست په حدودو كې ئې شتون نه دی درلودلی او ځپل شوی دی.
د مسلمانانو دغه ستر دينی مرجع هم دا راز د ميرمنو د توانمنيو او وسونو پيژندګلوی د اسلامی انقلاب يوه لويه بريا وبلله او وې ويل د اسلامی انقلاب له پيل راهسې ميرمنې په بشپړ ډول ستر سره په تولو ډګرونوكې فعال شتون لری او نن سبا هم د ايران په اسلامی جمهوريت كې په بيلابيلو سياسی، ټولنيزو او علمی ډګرونو كې د ميرمنو شتون ډيرزيات دی.
735655