IQNA

الازهر د كويت د قرانی مؤسسې د مدركونو له قبليدو انكار وكړ

21:37 - January 24, 2011
د خبر لمبر: 2069780
نړيواله ډله: د كويت د اسلامی چارو او اوقافو د وزارت د اسلامی مطالعاتو د ادارې مشر، خبر وركړ چې الازهر دينی مؤسسې د دې هيواد د اسلامی چارو او اوقافو وزارت سره د تړلی قرانی مؤسسو له مدركونو قبلولو انكار كړی دی.
ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې د كويت چاپ له «القبس» ورځپاڼې یې نقولی، محمدالعمر په دې هكله وويل: الازهر د دې مدركونو د قبليدو لپاره د اسلامی چارو او اوقافو وزارت سره د تړلی قرانی مؤسسو غوښتی دی چې له قرانی او دينی درسونه علاوه ځينې درسونه لكه رياضيات، انګريزی ژبه او منطق او وښايی.
هغه زياته كړه: د كويت د اسلامی چارو او اوقافو د وزارت د اسلامی مطالعاتو ادارې د دې درسونو ښودل په دې مركز او مؤسسې كښې د يو ضرورت په توګه نه دی احساس كړې او له همدې سببه الازهر د هغوی د مدركونو له قبليدو انكار كړی دی.
735154
captcha