IQNA

18:53 - January 25, 2011
د خبر لمبر: 2070191

دنيا شيعه ؤ مسلمانانو د اربعين مراسم په كربلا او بيلا بيلو سيمو كې ترسره كړل ‏

نړيواله ډله: د اسلام د ګران پيغمبر حضرت رسول اكرم صلی الله عليه واله وسلم د ګران لمسی او د شيعه مسلمانانو د دريم امام ‏حضرت امام حسين عليه السلام د اربعين په مناسبت د دنيا شيعه ؤ مسلمانانو په كربلا او بيلا بيلو سيمو كې د وير دستورو په ترسره ‏كولو سره له امام حسين عليه السلام سره خپله مينه او محبت نندارې ته وړاندې كړ.‏

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، بیګا د شهيدانو د سالار حضرت امام حسين عليه السلام مينه والو د ‏عاشورا د حماسې له څلویښتمې شپې او د امام حسين عليه السلام او د هغه د وفادارو ملګرو له شهادت سره په يو وخت د هغه ‏حضرت په غم كښې تر نيمې شپې پورې د وير مراسم ترسره كړل او د عاشورا د تل ژوندې پیښې ياد او خاطره یې ولمانځله.‏
د عراق په كربلا ښار كښې چې امام حسين عليه هلته دفن دی د حسينی اربعين مراسم هر كال په ډيرې ولولې سر ه ترسره كیږی .‏
د دنيا د بيلابيلو سيمو په ميليونونو زيارتوال دعراق كربلا ښار ته ورغلی دی چې د شهيدانو د سالار د وير په دستورو كښې ګډون ‏وكړی.‏
‏ د عاشورا د حماسې د پیړيو پیړيو په تيريدا سره د حق او حقيقت دښمانان او د زمانې يزيديان هماغه راز د امام حسين عليه السلام ‏مينه وال وژنی.‏
د عراق په كربلا كښې پرون هم په ترهګرو عملياتو كښې چې تفكيری ډلو كړی وو كابو ديرش كسان وژل شوی او په لسګونو نور ‏ژوبل شوی وو.‏
‏736416‏
captcha