د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، بیګا د شهيدانو د سالار حضرت امام حسين عليه السلام مينه والو د عاشورا د حماسې له څلویښتمې شپې او د امام حسين عليه السلام او د هغه د وفادارو ملګرو له شهادت سره په يو وخت د هغه حضرت په غم كښې تر نيمې شپې پورې د وير مراسم ترسره كړل او د عاشورا د تل ژوندې پیښې ياد او خاطره یې ولمانځله.
د عراق په كربلا ښار كښې چې امام حسين عليه هلته دفن دی د حسينی اربعين مراسم هر كال په ډيرې ولولې سر ه ترسره كیږی .
د دنيا د بيلابيلو سيمو په ميليونونو زيارتوال دعراق كربلا ښار ته ورغلی دی چې د شهيدانو د سالار د وير په دستورو كښې ګډون وكړی.
د عاشورا د حماسې د پیړيو پیړيو په تيريدا سره د حق او حقيقت دښمانان او د زمانې يزيديان هماغه راز د امام حسين عليه السلام مينه وال وژنی.
د عراق په كربلا كښې پرون هم په ترهګرو عملياتو كښې چې تفكيری ډلو كړی وو كابو ديرش كسان وژل شوی او په لسګونو نور ژوبل شوی وو.
736416