د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله سيد احمد خاتمی له دوو لسيزو واكوالۍ وروسته د تيونس د تښتيدلی ولسمشر د برخليك په بيانولو سره زياته كړه، دا د خدای سنت دی چې د اسلام له دين سره مخالفان به له مينځه لاړ شی.
ايت الله سيد احمد خاتمی دغه راز ووئيل لويدیځی هيوادونه پخپلو رسنيو كې د اسلامی انقلاب جرړې پټوی او انكار ترې كوی، په داسې حال كې چې د تيونس د ديكتاتور برخليك ثابته كړه هغه كسان چې د اسلام له سپیڅلی شرعې سره مخالفت كوی بلاخره به خوار او ذليل شی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ښاغلی ايت الله سيد احمد خاتمی په دوام كې د لبنان وروستيو بدلونونو ته په اشارې سره وويل په لبنان كې د دښمنانو د دسيسو شنډيدا د دغه هيواد دولس غوښتنه ده، ځكه دوی غواړی فيصلې پخپله وكړی.
ښاغلی ايت الله سيد احمد خاتمی د لبنان حزب الله غورځنګ ته په مباركۍ وئيلو سره زياته كړه په لبنان كې داسې حكومت واك ته ورسيد چې امريكا او د صهونيسټ نيواكګر رژيم ئې ډير اندیښمن كړی دی.
هغه د ايران د اسلامی انقلاب د برياليتوب د دوه ديرشمې كليزې د رارسيدا په درشل كې د سباؤن لسيزه د ايران د ملت د خپلواكۍ او آزادۍ لسيزه وبله چې اسلام ئې ژوندی كړ، ددين عظمت ئې نندارې ته وړاندې كړ او د كفر واكمنی ئې لړزانه كړه.
737541