د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ديكتاتور ولسمشر حسنی مبارك د حكومت له مخالفو كسانو سره د مصر د پوليسو او پوځيانو په تيرو څو ورځو كښې نښتو كښې څه د پاسه سل كسان وژل شوی.
د قاهرې، اسكندريه او سويز په شمول د مصر په بيلابيلو ښارونو كښې په نښتو كښې كابو دوه زره كسان ژوبل شوی هم دی.
په عين حال كښې د مصر پخوانی خارجه وزير او د عربو اتحادیې عمومی منشی عمر موسی پرون په دې خبرې ټينګار سره چې دمصر سياسی حالت بايد بدل شی وويل په مصر كښې دخلكو دغوسې څپې ته بايد پام وشی .
دمصردخلكو مظاهرې تر دومره حده دی چې يوازې په التحرير چوك كښې څه دپاسه پنځوس زره مظاهره چيان موجود وو او دحسنی مبارك په مشرۍ دمصر دنظام دنسكوريدا غوښتنه یې كوله .
په دې سربيره دمصر په زرګونو مظاهره چيانو ددغه هيواد د راډيو او ټيلی ويژن دفتر مخ ته په شعارونو وركولو سره دحسنی مبارك دحكومت دنسكوريدا غوښتنه كوله .
د مصر د حكومت لخوا د بیړنی حكومت له اعلانيدا سره د مصر خلكو وړه شپه او بیګا هم په واټونو كښې مظاهرو ته دوام وركړ او د دغه هيواد په حكومت كښې د بدلون لپاره د ولسمشر حسنی مبارك ژمنو ته اهميت ورنكړ.
د مصر حكومت له پرون راهسې ګرځبنديز درې ساعته نور هم زيات كړ او ویې ويل د مازیګر له څلور بجو پورې د سهار تر اتو بجو پورې دخلكو په ګرځيدا بنديز لګول شوی دی .
د مصرحكومت پرون د خلكو د اعتراضونو له سختيدا وروسته استعفا ته مجبوره شو.
د مصر د بدلونونو په هكله وروستی راپورونه د دې ښودنه كوی چې د ولسمشر حسنی مبارك زامن انګلستان ته تښتيدلی دی او ولسمشر مبارك د خپل ديرش كلن حكومت كښې د لومړی ځل لپاره يو مرستيال ټاكلی دی.
حسنی مبارك دغه راز د خپل حكومت د مخالفانو د رضايت د جلبولو لپاره په خپلو نويو هڅو كښې د هوانوردې وزير احمد شفيق د كابينې په جوړولو ګمارلی دی.
كه څه هم له مصر څخه د حسنی مبارك د تښتيدا په هكله خبرونه ګډوډ دی خو كارپيژاندی باوری دی لندن ته دهغه د بچيانو تښتيدل او د ولسمشر د مرستيال په توګه د مصر د جاسوسۍ ادارې د مشر عمر سليمان ټاكل كيدا ته په پام سره له مصر څخه د حسنی مبارك تښتيدا د اټكل وړ ده.
737831