IQNA

17:01 - January 30, 2011
د خبر لمبر: 2072385

د ايران خارجه وزارت: د مصر واكمن نظام نسكوريدا، د اسلامی بيدارۍ لامله ده ‏

سياسی او ټؤلينزډله: د ايران د خارجه وزارت يو غړی په مصر كې واكمن نظام د نسكوريدا وجه اسلامی ویښتيا او بيدارۍ ‏وباله او غوښتنه یې وكړه چې دا هيواد به ډير زر خپل اسلامی او مذهبی رنګ تر لاسه كړی

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ديكتاتور ولسمشر حسنی مبارك د حكومت له مخالفو كسانو ‏سره د مصر د پوليسو او پوځيانو په تيرو څو ورځو كښې نښتو كښې څه د پاسه سل كسان وژل شوی.‏
د قاهرې، اسكندريه او سويز په شمول د مصر په بيلابيلو ښارونو كښې په نښتو كښې كابو دوه زره كسان ژوبل شوی هم ‏دی.‏
په عين حال كښې د مصر پخوانی خارجه وزير او د عربو اتحادیې عمومی منشی عمر موسی پرون په دې خبرې ټينګار ‏سره چې دمصر سياسی حالت بايد بدل شی وويل په مصر كښې دخلكو دغوسې څپې ته بايد پام وشی .‏
دمصردخلكو مظاهرې تر دومره حده دی چې يوازې په التحرير چوك كښې څه دپاسه پنځوس زره مظاهره چيان موجود وو ‏او دحسنی مبارك په مشرۍ دمصر دنظام دنسكوريدا غوښتنه یې كوله .‏
په دې سربيره دمصر په زرګونو مظاهره چيانو ددغه هيواد د راډيو او ټيلی ويژن دفتر مخ ته په شعارونو وركولو سره ‏دحسنی مبارك دحكومت دنسكوريدا غوښتنه كوله .‏
د مصر د حكومت لخوا د بیړنی حكومت له اعلانيدا سره د مصر خلكو وړه شپه او بیګا هم په واټونو كښې مظاهرو ته دوام ‏وركړ او د دغه هيواد په حكومت كښې د بدلون لپاره د ولسمشر حسنی مبارك ژمنو ته اهميت ورنكړ.‏
د مصر حكومت له پرون راهسې ګرځبنديز درې ساعته نور هم زيات كړ او ویې ويل د مازیګر له څلور بجو پورې د سهار ‏تر اتو بجو پورې دخلكو په ګرځيدا بنديز لګول شوی دی .‏
د مصرحكومت پرون د خلكو د اعتراضونو له سختيدا وروسته استعفا ته مجبوره شو.‏
د مصر د بدلونونو په هكله وروستی راپورونه د دې ښودنه كوی چې د ولسمشر حسنی مبارك زامن انګلستان ته تښتيدلی ‏دی او ولسمشر مبارك د خپل ديرش كلن حكومت كښې د لومړی ځل لپاره يو مرستيال ټاكلی دی.‏
حسنی مبارك دغه راز د خپل حكومت د مخالفانو د رضايت د جلبولو لپاره په خپلو نويو هڅو كښې د هوانوردې وزير ‏احمد شفيق د كابينې په جوړولو ګمارلی دی.‏
كه څه هم له مصر څخه د حسنی مبارك د تښتيدا په هكله خبرونه ګډوډ دی خو كارپيژاندی باوری دی لندن ته دهغه د بچيانو ‏تښتيدل او د ولسمشر د مرستيال په توګه د مصر د جاسوسۍ ادارې د مشر عمر سليمان ټاكل كيدا ته په پام سره له مصر ‏څخه د حسنی مبارك تښتيدا د اټكل وړ ده.‏
‏737831‏
captcha