د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د تهران د پوهنتونونو يو شمير محصيلينو د مصر، تيونس او د ځينو نورو عربی هيوادونو د ولسی اعتراضی حركتونو په ملاتړ كښې پرون مازیګر په تهران كې د مصر د ګټو د ساتوونكی دفتر مخ ته غونډه وكړه او د حسنی مبارك، امريكا، انګلستان او صهيونيسټ رژيم پرضد یې شعارونه وركړل .
ايرانيانو محصلينو مړه دې وې امريكا، مړ دې وی اسرائيل، مړ دی وی انګلستان او مړ دې وی حسنی مبارك شعارونو په وركولو سره له مظاهره چيانو سره د مصر د پوليسو او امنيتی ځواكونو ظالمانه چلند وغاند.
د حسنی مبارك د ديكتاتور رژيم پر ضد د مصر د خلكو مظاهرې شپږمې ورځې ته ورننوتلی دی او په تيرو څو ورځو كښې له سلو زيات مظاهره چيان د پوليسو او عسكرو په ډزو وژل شوی او څه د پاسه زر كسان نور ژوبل شوی هم دی.
د مصر پوليسو دغه راز په زرګونو مظاهره چيان نيولی هم دی او ډير سخت یې وهلی دی . مظاهره چيان له قدرت څخه د ديكتاتور ولسمشر حسنی مبارك د څنګ ته كيدا غوښتنه كوی .
737834