IQNA

عيسایې پوهاند: په امام حسين عليه السلام غورځنګ كې، بی بی زينب يو ډير اهم رول درلود

17:01 - January 30, 2011
د خبر لمبر: 2072675
نړيواله ډله: عيسایې پوهاند ښاغلی اينتهونی بارا ويلی دی چې په كربلا غورځنګ كې د حضرت امام حسين عليه السلام د مظلوميت ‏بيانوونكې لوړ شخصيت ګرانه بی بی حضرت زينب، ډير اهم رول درلود۔ ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د سپیڅلی ښار مشهد په سيل راغلی عيسایې پوهاند ښاغلی ‏اينتهونی بارا د ايكنا خصوصی خبريال سره په مركې كې وويل چې د امام حسين عليه السلام د پاڅون اثرات په ټولې نړۍ غورځيدلی ‏دی.او ددې ژوندې مثال د ايران اسلامی انقلاب دی. ‏
هغه زياته كړه چې هغه له پينځو ويشتو كلونو راهسې قلم او ورځ پاڼو سره تړلی دی او پينځلس كتابونه یې ليكلی دی خو امام حسين ‏عليه السلام په هكله د هغه كتاب هغه لپاره د يو نيكمرغۍ نه كم نه دی هغه وويل چې امام حسين عليه السلام يو محبوب شخصيت دی ‏او هغه په هكله كتاب ليكل زما لپاره د وياړ خبره ده. ‏
يادونه كوو چې اينتهونی بارا خپلې ښځې سره ايران په دورې راغلی دی او له پينځو كلونو راهسې د بی بی زينب په هكله كتاب ‏ليكلو كې لګيا دی.‏
‏737876‏
captcha