IQNA

په اسلامی هيوادونو كښې تر ټولو په لوی هيواد كښې د قران كريم تحريف

20:44 - January 31, 2011
د خبر لمبر: 2073536
نړيواله ډله: د الجزيرې ټيلويزيونی چينل دا ګراش وركړی دی: په اينډونيشيا كښې چې د نړۍ له ټولو لوی اسلامی هيواد دی د قران كريم په سلو كښې 90 نسخې د غير اسلامی چاپخانو په لاس چاپیږی چې دا خبره د دې سبب شوې ده چې په انډونيشيا كښې په ډېرو نسخو كښې غلطی وی.
ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له «الوفد» اطلاع رسوونكی مركزیې نقلوی، په انډونيشيا كښې د قران كريم د يوې خپرندویې مؤسسې مشر «آدانگ كارتانا»، په دې هكله په خبرو كښې وويل: په دې مؤسسې كښې د قران كريم په چاپ كښې ښه غور او فكر نه كیږی او پاملرنه یې زياته نه كیږی او همدارنګ د هغې په خپرولو كښې سستی كیږی چې دا د قران كريم مقام سره مناسبه نه ده.
هغه زياته كړه: په دې چاپخانې كښې ځينې چاپ شوی نسخو كښې ډېر مشكلات دی چې ځينې مسلمانانو تر اوړی شوی نسخې بيا دې مؤسسې ته بيرته راستنې كړې او ویې ويل چې په دې كښې مشكلات او غلطۍ دی. او وې ويل چې دا غلطۍ په كښې دوی قصدا راوستی دی په داسې حال كښې چې د دې مؤسسې غير مسلمانان څیښتنان د دې خبرې منكر دی.
739638
captcha