د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حجتالاسلام سقای بیريا نن له داخلی او خارجی خبريالانو سره په اونيزې غونډې كې د مصر او تيونس وروستيو بدلونونو ته په اشارې سره وويل، د خلكو غوښتنه، د يو خوځښت، ویښتيا او اسلامی پوهې له كبله ده.
ښاغلی حجتالاسلام سقای بیريا وويل، د دغو هيوادونو حكومتونو ته د تهران سپارښتنه، د خلكو غوښتنو ته پام دی، او طبيعی ده، كه د خلكو په غوښتنه ولسی نظامونه رامنځته شی، له دغو هيوادونو سره د ايران په روابطو كې به حتما جدی اغيز وكړی.
ښاغلی حجتالاسلام سقای بیريا هيله وكړه چې د سمیې ملتونه ډير ښه روابط او ملګرتيا ولری ځكه چې د ملتونو په شتون سره به په سيمې كې ثبات او امنيت ډير ښه شرايط برابر شی او هغو كسانو او له سيمې ورهاخوا ځواكونو ته به دا اجازه ورنكړای شی چې د خپلو ګټو لپاره د سيمې د خلكو د حقوقو په چخنی كولو پسې دی.
په مذهبی چارو كې د ولسمشر مرستيال تر يو كاله پورې اټومی وسلو ته د ايران د رسيدا په هكله د انګلستان د دفاع وزير د ادعا په مقابل كې وويل، مونږ په ځلونو ويلی دی چې د ايران اټومی فعاليتونه بشپړ سوله ايز دی او د اټومی انرژۍ د نړيوال آژانس په ملګرتيا دی. او دغه آژانس هم په خپلو راپورونو كې په ځلونو د دغو فعاليتونو سوله ايز والی تاييد كړی دی.
739817