IQNA

د «قران او دعا » تر عنوان لاندې نړيوال سيمينار په قم كې تر سره كیږی‏

13:08 - February 02, 2011
د خبر لمبر: 2074406
د قرانی كارونو ډله: د «قران او دعا » تر عنوان لاندې نړيوال سيمينار راتلونكې لمريز كال كې ‏د المصطفی نړيوال پوهنتون لخوا په قم سپیڅلی ښار كې تر سره كیږی.‏
د المصطفی نړيوال پوهنتون د قران او حديث ادارې مشر ښاغلی حجت‌الاسلام «حميدرضا ‏كريمی» د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د قم څانګې د خبريال سره په مركې كې وويل چې دا سيمينار د مخكښينيو ‏پينځو نړيوالو قرانی او حديثې ناستې د نتيجو په لړۍ كې ترسره كیږی.‏
دا پينځه ناستې له ننه دولسم بهمن ايران اسلامی ته د امام خمينې د راتلو كليزې په مناسبت په البانی كې ترسره كیږی.‏
ښاغلی حجت‌الاسلام «حميدرضا كريمی» څرګنده كړه چې ددې پينځو ناستو غوره مقالې په دې سيمينار كې چې په ‏راتلونكې كال كې ترسره كیږی وړاندې كولې شی او د يو كتاب په شكل كې چاپیږی.‏‎ ‎
د المصطفی نړيوال پوهنتون د قران او حديث ادارې مشر ښاغلی حجت‌الاسلام «حميدرضا ‏كريمی» زياته كړه چې ددې پينځو ناستو لومړۍ ناسته نن دولسم بهمن مياشتی د د المصطفی نړيوال پوهنتون ‏مشر ښاغلی آيت‌الله عليرضا اعرافی، په ګډون سره په البانيه كې تر سره كیږی.‏‎ ‎
دې ناستې لپاره له انګلينډ، جرمنی او د البانيه قرانی فعالان او ليكوالان او دالبانيه د كلتور وزير ته بلنه وركړی شوی ده.‏‎ ‎
ددې سيمينارونو اصلی چورليز دعا او په قران كې راغلی دعاګانې دی.‏‎ ‎
‏740439‏
captcha