د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس،چې له مطغم لارښود د دفتر له ويب پاڼې يی نقلوی د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای د تهران د نن ورځې په جمعې لمانځه خطبو كښې د مصر او تيونس په شمول د سيمې د هيوادونو د بدلونونو په بيانولو سره ډاګينه كړه له اقتصادی مشكلاتو سره سره په مصر او تيونس كښې د خلكو د پاڅون اصلی عامل د هغه سپكاوی احساس دی چې د دغو هيوادونو خلك یې د خپلو مشرانو د كړچار په دليل احساسوی.
ښاغلی حضرت ايت الله العظمی خامنه ای د تيونس د بدلونونو په باره كښې هم امريكا او جاسوسۍ ادارې سی آيی ای ته د تيونس د شړل شوی ولسمشر زين العابدين بن علی اړوندوالی او د بن علی د حكومت له اسلام سره جنګ ته په اشارې سره وفرمايل د يوه ملت لپاره سخته ده چې د حكومت مشر د امريكا رسمی نوكر وی او كلونه كلونه د دين په شمول د خلكو د ګټو پرضد اقدامات وكړی.
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای په تيونس كښې ترسره شوی بدلونونه كم وبلل او هيله یې وكړه چې د خلكو په هوښيارۍ سره اساسی بدلونونه تر سره شی.
حضرت ايت الله العظمی خامنه ای دغه راز د مصر د ملت د پاڅون په باره كښې د اسلام غوښتنې، د لويدیځ د كلتور په وړاندې د مقاومت او له صهيونيسټ رژيم سره د مبارزې په زمينه كښې د مصر ځلانده مخينو ته په اشارې سره وفرمايل له دې سره سره حسنی مبارك په تيرو ديرشو كلنو كښې د مصر ستر ملت ذليل كړ ځكه چې هغه د ازادۍ غوښتنې دښمن دی او د صهيونيسټانو نوكر، امين او ملګری دی.
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای وفرمايل داسې هيواد چې په صهيونيسټ ضد مبارزو كښې عربی نړۍ ته الهام بخښونكی وو د حسنی مبارك په وخت كښې د فلسطين په ملت ظلم او د غزې تړانګې په كلابندۍ كښې یې له اسراييلو سره له ملګرتيا ډډه ونكړه.
د مشر تابه ستر مقام په وروستيو بدلونونو كښې د مصر د ملت د اسلامی او دينی تعليماتو او شعارونو ټينګار سره وويل په دغو شرايطو كښې امريكا او اسراييل لالهاندی شوی دی ځكه چې د مصر د ملت برياليتوب په سيمه كښې د امريكا د سياستونو لپاره ستره ماته ده
741495