IQNA

علی لاريجانی : تيونس او مصر د پیښو اصلی علت ديكتاتورۍ، توپير او ظلم دی

18:19 - February 04, 2011
د خبر لمبر: 2074951
سياسی ډله: د اسلامی ايران دپارلمان مشر ښاغلی علی لاريجانی د مصر او تيونس د بدلونونو اصلی علت بې وزلی نه بلكې توپير، ‏ظلم او ديكتاتوری وبلله.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی ايران دپارلمان مشر ښاغلی علی لاريجانی په تيونس او مصر ‏كښې د وروستيو پیښو په باره كښې وويل په تيونس او مصر كښې د وروستيو پیښو د رامينځته كيدا اصلی علت توپير، ظلم او ‏ديكتاتورۍ او اسلامی ویښتيا ده نه دې چې بې وزلۍ .‏
د اسلامی ايران دپارلمان مشر له ايران اسلامی جمهوريت څخه د سيمې د خلكو د بيلګې اخستلو په هكله وويل دغه غورځنګ د كار ‏د رودې له نظره د ايران له اسلامی انقلاب څخه ایډيا اخستی ده په دې ډول چې له حكومتی سيسټم سره د ګوندونو او تشكيلاتو د ‏مبارزې كولو پر ځاې خلك واټونو ته راوتلی دی.‏
هغه جوته كړه تيونس دې ته په پام سره چې د نړيوال بانك ټول سياستونه یې اجرا كړل او مخ په پراختيا هيواد ګڼل كيده نو په دې ‏اساس په تيونس كښې د وروستيو پیښو د رامیځته كيدا اصلی علت توپير، ظلم او ديكتاتوری او بيا په تيره اسلامی وبښتيا وه.‏
ښاغلی علی لاريجانی په دې خبرې ټينګار سره چې له كلتوری او سياسی پراختيا پرته اقتصادی پراختيا به هیڅ نتيجه ونلری وويل په ‏تيونس كښې هڅه شوی وه چې يوازې اقتصادی پراختيا ته پام وشی خو په سياسی پراختيا د اقتصادی پراختيا مهم بلل به مشكل حل ‏نكړی.‏
‏741368‏
captcha