د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی ايران دپارلمان مشر ښاغلی علی لاريجانی په تيونس او مصر كښې د وروستيو پیښو په باره كښې وويل په تيونس او مصر كښې د وروستيو پیښو د رامينځته كيدا اصلی علت توپير، ظلم او ديكتاتورۍ او اسلامی ویښتيا ده نه دې چې بې وزلۍ .
د اسلامی ايران دپارلمان مشر له ايران اسلامی جمهوريت څخه د سيمې د خلكو د بيلګې اخستلو په هكله وويل دغه غورځنګ د كار د رودې له نظره د ايران له اسلامی انقلاب څخه ایډيا اخستی ده په دې ډول چې له حكومتی سيسټم سره د ګوندونو او تشكيلاتو د مبارزې كولو پر ځاې خلك واټونو ته راوتلی دی.
هغه جوته كړه تيونس دې ته په پام سره چې د نړيوال بانك ټول سياستونه یې اجرا كړل او مخ په پراختيا هيواد ګڼل كيده نو په دې اساس په تيونس كښې د وروستيو پیښو د رامیځته كيدا اصلی علت توپير، ظلم او ديكتاتوری او بيا په تيره اسلامی وبښتيا وه.
ښاغلی علی لاريجانی په دې خبرې ټينګار سره چې له كلتوری او سياسی پراختيا پرته اقتصادی پراختيا به هیڅ نتيجه ونلری وويل په تيونس كښې هڅه شوی وه چې يوازې اقتصادی پراختيا ته پام وشی خو په سياسی پراختيا د اقتصادی پراختيا مهم بلل به مشكل حل نكړی.
741368