د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) خبريال سره په ځانګړنې مركې كې د جامعه زينب سلام الله عليها تنظيم ستر سكتر ميرمن مريم بهروزی، اسلامی ویښتيا او د مصر د واكمن رژيم پرضد د خلكو پاڅون ته په اشارې سره وويل دمصر دخلكو پرضد له تاوتريخوالی ډك اقدامات دامريكا او صهيونيسټ رژيم په لارښونې سره ترسره كیږی.
هغې وويل هغه څه چې په مصر كښې رامينځته كیږی د دغه هيواد د خلكو عدالت غواړی غوښتنې دی چې د سيمې او نړۍ په رسندويو كښې ورته انعكاس وركول كیږی.
هغې د مصر د بدلونونو په باره كښې د ايران د اسلامی جمهوريت دریځ ته په اشارې سره وويل تهران د مصر بدلونونه په دقت سره تعقيبوی او هيله كیږی چې د خلكو غوښتنو ته په يوه ډيموكراټيك بهير كښې د خارجی ځواكونو او د امريكا او صهيونيسټ رژيم د چورليز له لاسوهنې پرته پام وشی.
د جامعه زينب سلام الله عليها تنظيم ستر سكتر ميرمن مريم بهروزی ډاګينه كړه ځينې خارجی هيوادونه په بيلابيلو رودو سره د مصر په كورنيو چارو كښې د لاسوهنې اراده لری چې د دغو لاسوهنوو ډيرې جرړې په بيلابيلو ټولنو كښې د صهيونيسټانو لابۍ ته ستنیږی.
736955