IQNA

امريكا او صهيونيسټ رژيم د مصرد خلكو پرضد دسيسې كوی ‏

18:18 - February 04, 2011
د خبر لمبر: 2074952
كلتوری ډله: د جامعه زينب سلام الله عليها تنظيم ستر سكتر ميرمن مريم بهروزی د مصر د خلكو پرضد له بلوا ډك تاوتريخوالی د ‏صهيونيسټ رژيم او امريكا په لارښوونې سره تر سره كیږی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) خبريال سره په ځانګړنې مركې كې د جامعه زينب سلام الله عليها تنظيم ستر سكتر ميرمن مريم ‏بهروزی، اسلامی ویښتيا او د مصر د واكمن رژيم پرضد د خلكو پاڅون ته په اشارې سره وويل دمصر دخلكو پرضد له تاوتريخوالی ‏ډك اقدامات دامريكا او صهيونيسټ رژيم په لارښونې سره ترسره كیږی.‏
هغې وويل هغه څه چې په مصر كښې رامينځته كیږی د دغه هيواد د خلكو عدالت غواړی غوښتنې دی چې د سيمې او نړۍ په ‏رسندويو كښې ورته انعكاس وركول كیږی.‏
هغې د مصر د بدلونونو په باره كښې د ايران د اسلامی جمهوريت دریځ ته په اشارې سره وويل تهران د مصر بدلونونه په دقت سره ‏تعقيبوی او هيله كیږی چې د خلكو غوښتنو ته په يوه ډيموكراټيك بهير كښې د خارجی ځواكونو او د امريكا او صهيونيسټ رژيم د ‏چورليز له لاسوهنې پرته پام وشی.‏
د جامعه زينب سلام الله عليها تنظيم ستر سكتر ميرمن مريم بهروزی ډاګينه كړه ځينې خارجی هيوادونه په بيلابيلو رودو سره د مصر ‏په كورنيو چارو كښې د لاسوهنې اراده لری چې د دغو لاسوهنوو ډيرې جرړې په بيلابيلو ټولنو كښې د صهيونيسټانو لابۍ ته ‏ستنیږی.‏
‏736955‏
captcha