ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له «الفيحاء» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا سمينار د چهارشنبې په ورځ د سلواغی د مياشتې په 13نیټه د پوهنتون او دينی علمی حوزې د ځينې استاذانو په ګډون سره ترسره شو.
په نجف اشرف كښې د آيتاللهالعظمی شهيد سيد محمدباقر صدر د دفتر د كلتوری برخې مشر «شوكت عزيز الطالقانی»، په دې هكله وويل: دا سمينار د مقتدی صدر چې د شيعو لوی روحانی دی، او هغه دا كال قران كريم د حمايت كال نومولی دی، د حكم په ځای راوړلو په غرض ترسره شو. او هيله كیږی چې دا انجمن د قران كريم د حفظ او تفسير په هكله نور پرګرامونه، دورې، ويناوې او داسې نور پروګرامونه په دې كال كښې ترسره كړی.
741375