IQNA

اخوان المسلمين د اسلامی انقلاب د ستر مشر دریځ تاييد كړ او مننه یې ترې وكړه ‏

22:59 - February 07, 2011
د خبر لمبر: 2077131
نړيواله ډله: د مصر اخوان المسلمين د تيرې جمعی په ورځ د تهران په جمعی لمانځه كې د ايت الله سيد علی خامنه ای لخوا د مصر ‏او تيونس په هكله د دریځ تاييد كړ او مننه یې ترې وكړه. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اخوان المسلمين غړی كمال الحلباوی په بی بی سی تلويزيون كې په ‏خپلې مركې كې، د جمعې د لمانځه په خطبو كې، د مصر خلكو ته د رهبرۍ د ستر مقام حضرت آيت الله العظمی خامنه ای د خبرو ‏په مننې سره هيله څرګنده كړه د مصر ملت د احمدی نژاد په څير میړنی ولسمشر ولری.‏
هغه هم دا راز وويل، له امام خامنه يی ا و ټولو كسانو چې د مصر د انقلاب ملاتړ كوی مننه كوو.‏
كمال الحلباوی په دوام كې وويل، مصر زيات ګوندونه لری او دا اساسی قانون بايد بدل شی، او خلك د خپل د راتلونكی حكومت ډول ‏او د پارلمان غړی وټاكی.‏
د اخوان المسلمين غړی كمال الحلباوی زياته كړه كه خلك اسلامی حكومت وغواړی چې هيله من يو داسې وشی، دا د ملت غوښتنه ‏ده.‏
يادونه كوو چې د جمعی لمانځه په خطبو كې ايت الله خامنه ای د مصر او تيونس كې د اسلامی بيدارۍ څپو په هكله ويلی وو چې دا ‏غورځنګ د اسلامی بيدارۍ لامله ده چې دا خبره ټولو مسلمانانو خوښه كړې ده.‏
‏743533‏
captcha