IQNA

سيد احـمد خاتمی: د مصر واكمنان بايد د خلكو د اعتراضونو غږ واوری ‏

22:52 - February 08, 2011
د خبر لمبر: 2077830
سياسی او ټولنيزه ډله: ايت الله احمد خامی وويل چې بايد مطمين اوسو چې اوسنی پاڅون يواځې په تونس او مصر پورې نه ‏محدودیږی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی احمد خاتمی وويل چې د خلكو ارادو باران به په زياتو هغو ‏هيوادونو كې چې تر اوسه پورې له طوفانه مخكښې د استبداد په آرامه بستر پراته دی، د سلاو په څير ورشی، او خلك به په خپل ‏برخليك واكمن شی.‏
هم دا راز د لبنان د حزب الله مشر سيد حسن نصرالله هم د مصر له انقلابی خلكو سره خپل يووالی اعلان كړ.‏
سيد حسن نصرالله په ويدويی كنفرانس كې د مصر خلكو ته وينا وكړه او وې ويل، د مصر ولسی انقلاب د هغو بې وځلو خلكو انقلاب ‏دی چې ذلت او خواری ردوی، او نظر سنجۍ هم ښيی چې زياتره ملتونو د امريكا له سياستونو سره مخالف دی.‏
امريكا اوس د مصر د انقلاب د كنټرولولو او په سيمې كې د خپلې خبيثې څيرې د ښه كولو لپار ه هڅې كوی.‏
هغه وويل، مونږ په مصر كې د ماهيتی او جرړيزه انقلاب شاهد يو، او په ډاګه د مصر او تونس له ملتونو سره خپل يووالی اعلانوو.‏
په عين حال كې د مصر اخوان المسلمين هم وويل، زمونږه هيله، د ايران په څير يو حكومت دی.‏
د اخوان المسلمين مهم غړی، كمال الهلباوی وويل، په خپلې مركې كې، د جمعې د لمانځه په خطبو كې، د مصر خلكو ته د رهبرۍ د ‏ستر مقام حضرت آيت ا... العظمی خامنه ای د خبرو په مننې سره هيله څرګنده كړه د مصر ملت د احمدی نژاد په څير میړنی ‏ولسمشر ولری.‏
هغه هم دا راز وويل، له امام خامنه يی ا و ټولو كسانو چې د مصر د انقلاب ملاتړ كوی مننه كوو.‏
هم دا راز د حسنې مبارك اصلی مخالف ګوندونه يعنې الكفايه او الفد ګوند وويل، د ملت غوښتنې، له واكمن رژيم سره په خبرو اترو ‏سره نه محقق كیږی، او د مبارك حكومت بايد نسكورشی.‏
واشنګټن پوست امريكايی ورځپاڼې هم وليكل، مصر له امريكا لرې كیږی او ايران ته نږدې كیږی.‏
‏743958‏
captcha