IQNA

15:56 - February 11, 2011
د خبر لمبر: 2078960

اسلامی انقلاب په نړيوال ډګر كې اغيزمن او برخليك ‏ټاكونكې رول لری ‏

سياسی ډله: اسلامی ايران ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد ‏وويل اسلامی انقلاب نن نه يوازې په د ايران بلكې په نړيوال ‏ډګر كې هم شفاف، اغيزمن او برخليك ټاكونكې رول لری.‏

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ‏ښاغلی ډاكټر محمود احمد ی نژاد نن په تهران كې د ايران د ‏اسلامی انقلاب د بر يا ليتو ب د كليزې په ميليونی ټول كې ‏وويل د ايرانی ملت تاريخ جوړونكې حركت نن ۳۲ كلن شو ‏او يو كال او يو ګام خپلو لوړو هدفونو ته نږدې شو.‏
ډاكټر محمود احمد ی نژاد د دې خبرې په كولو سره چې د ‏بشر په تا ريخ كې د ۱۳۵۷ لمريز كال د سلواغې د ۲۲ ‏عظيمه پیښه د انسانی كمال د څوكو په لور حركت دې، زيا ‏ته كړه نن په ټولو روښانه شوی ده د ايران اسلامی انقلاب د ‏ايرانی قوم پالنې، يا د ګوندی او ډله ايزو ګټو، د قبيلوی او ‏قومی ګټو او حتی يوازې د ملی ګټو پر اساس حركت نه وو.‏
د اسلامی ايران ولسمشر ډاكټر محمود احمد ی نژاد جوته ‏كړه د ايران اسلامی انقلاب له ۳۲ كلونو وروسته د نړۍ د ‏معمول د حركتونو په اپو ټه نه يوازې كم رنګه او منحر ف ‏شوې ند ې بلكې له پياوړې، ولولناك، ژوندې او قدرتمن ‏شوې دې.‏
د اسلامی ايران ولسمشر په دوام كې د ايران ایټمی موضوع ‏ته اشاره وكړه او ویې ويل د نړۍ درستو مستكبرانو هڅه ‏وكړه چې د ايران ملت ایټمی څوكو ته ونه رسی، خو نن دنيا ‏ته پته ده چې له صفره نيولی تر سلو فيصدو پورې د ایټمی ‏سونګو چرخه د ايران د پوهانو او ځوانانو په لاس كې ده.‏
د اسلامی ايران ولسمشر احمد ی نژاد مستكبرانو ته په ‏خطاب كې زياته كړه خپل درست مادی او شيطانی قدرت مو ‏وكاروه چې ايران ایټمی نشی، اوس چې دا پوهه په ايران كې ‏ځايی شوه، د مقا بلې پر ځایې د تعامل او ملګرتيا لاره ومنی ‏چې البته د تاسو په ګټه ده.‏
احمد ی نژاد د سبسیډيانو د هدفمنولو او د هغو د برياو په اړه ‏هم وويل د دغه قانون په اجرا كې د ايرانی اولس عزت، ځير ‏تيا، ژمنتيا او وحدت په نړيوالو معادلاتو كې د ايران ځایې او ‏عظمت اوچت كړ او نن دنيا د ايرانی ملت قدرت او عظمت ‏ته په بله سترګه ګوری.‏
‏745760‏
captcha