IQNA

د اسلامی انقلاب د برياليتوب د كليزې پاې پريكړه ليك: ‏ولايت فقيه د انقلاب د سر لوړۍ او پيا وړی دوام رمز دې ‏

15:58 - February 11, 2011
د خبر لمبر: 2078961
سياسی او ټؤلينزه ډله: د ايران مومن او انقلابی ولس ټينګار ‏وكړ بصيرت، ځيرتيا، په ډګر كې شتون او مقاومت د اسلام ‏او ايران دغليمانو له دسيسو سره د بريالی او پياوړی مقابلې ‏يوازنۍ لاره ده.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ‏د اسلامی انقلاب د برياليتوب په كم ساری لاريون كې د ‏ايران ولس په پايز پريكړه ليك كې راغلی دی د ايران ‏مسلمان او انقلابی ولس د اسلامی انقلاب د ۳۳ كال په پيل ‏كې يو موټې او متحد، په پياوړو او له بصيرته په ډكو ګامونو ‏او د خپل حكيم مشر په نسبت د بشپړه وفا دارۍ په اعلانولو ‏سره د الهی ژمنو تر بشپړه پوره كيدا پورې په صبر او ‏استقامت سره ټينګار كوی.‏
په دغه پريكړه ليك كې راغلی دی د ايران مقاوم او متحد ‏ملت له كړكيچونو، فتنو، دسيسو او ټیټو هسكو په تيريدا او د ‏انقلاب د ایډيالونو او هدفونو د تحقق په لور د هيواد د حركت ‏دوام د اسلامی انقلاب د ستر مشر حضر ت ايت الله العظمی ‏سيد علی خامنه ای له صلابته ډكه او ځيرې مشرۍ او ‏مديريت پامته داره بولی او په يو زړه او يو غږ له سوچه ‏محمدی (ص) اسلام په پيروی او رهبرۍ د ستر مقام له ‏لارښونو بشپړه پيروی چې انقلاب د سر لوړۍ او پيا وړی ‏دوام رمز دې، ټينګار كوی.‏
په دغه پريكړه ليك كې هم دا راز د ایټمی پوهانو د شهيدانو ‏د ياد په لمانځلو او د ايران د ایټمی پوهانو د ترور او ويرې ‏په رامينځته كولو د اسلام او ايران د غليمانو د سياست په ‏غندلو د ايرانی ملت په بشپړه ایټمی حقوقو ټينګار او د ‏نړيوالو بدماشو قدرتونو د دباو په وړاندې د نظام د مقاومت ‏له سياسته بشبړه ملاتړ شوې دې.‏
‏745766‏
captcha