د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب زياته كړه د اسلامی انقلاب له برياليتو به مخكښې داسې رژيم حكومت كاوه چې په ايران كې یې لويدیځ كلتور دودوه او له پوځی او اقتصا دی پلوه په پرديو پورې تړلې وو.
حجت الاسلام ښاغلی صديقی د اسلامی انقلاب له بر ياليتوبه مخكې د ايران د ټولنې غير اخلاقيو او د غير اخلاقی كارونو او جواريو د مركزونو شتون ته په اشارې سره وويل د اسلامی انقلاب برياليتوب د خلكو د ژوند د پاكی او د وړتياو د غوړيدا سبب شو چې د طاغوت په وخت كې یې مخه نيول كيدله.
حجت الاسلام صديقی زياته كړه د ايران په اسلامی انقلاب سره په اسلامی نړۍ كې يو ډول ویښتيا رامينځته شوه او د نړۍ په هر ګوت كې مسلمان موجود دې د اسلامی انقلاب په وجه یې خپل هويت او مقام پيژندلې دې.
د تهران د جمعې لما نځه خطيب حجت الاسلام صديقی هم دا راز د مصر په شمول د افر يقې په شمال كې بدلونو نه د اسلامی انقلاب د بركتونو له امله وبلل او ویې ويل هغه خلك چې له دې مخكې د صيهونيست رژيم د تيری ګريو په وړاندې جنګيدلی دی، د خپل وخت د فرعون په وړاند ې دريدلی دی.
745792