IQNA

د ګانا پوهنتون، د امام صادق(ع) د علمی مكتب د كانفرنس د وړومبۍ غونډې كوربه

1:27 - February 13, 2011
د خبر لمبر: 2079711
بين المللی ډله: د حضرت امام جعفرصادق (ع) د علمی مكتب د وړومبی كانفرنس د دبيرخانۍ د عمومی روابطو مسول،د ګانا په پوهنتون كښې ددغه كانفرنس د وړومبنۍ غونډې د تر سره كيدو خبر وركړ.
د حضرت امام جعفرصادق (ع) د علمی مكتب د وړومبی كانفرنس د دبيرخانۍ د عمومی روابطو مسول حسن قاسم‌زاده د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې د دې خبر په اعلانولو سره ووئيل: دغه غونډه د حضرت امام جعفر صادق(ع)، د هغه حضرت د شاګردانو او د جعفری مذهب په موضوع سره ددغه هيواد په اسلامی پوهنتون كښې ددلوې د مياشتې په ٢٣ نیټه تر سره شوه.
دوی په دوام كښې ووئيل: په دغه غونډه كښې د ګانا د شيعه مسلمانانو مشر شيخ «ابوبكر كمال‌الدين» او د ګانا د اسلامی پوهنتون له استاذانو څخه ، شيخ «ابراهيم باج»، «حسين ابراهيم»، «مصطفی كوياته»، «محمد قاسم»او «ادريس شمعون» خپلې مقالې وړاندې كړې.
قاسم زاده زياته كړه:همداراز د قم د پوهنتون استاذ«محمدكاظم شاكر» له قم نه لیږل شوﮮ استاذ شيخ «كيومرث بهزاديان» او د ګانا د اسلامی پوهنتون استاذ «قانع» په دغه غونډه كښې موجود ايرانی استاذان وو.
746151
captcha