د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس،د لبنان پلازمينې په بيرو ت كې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته تر سره شوی مظاهرې كې انتظام د فلسطين او د لبنان مختلفو تنظيمونو كړی ؤ د مظاهر مقصد یې هغو فلسطينی ښځو سره د خواخوږې څرګندونه وه كومې چې د اسراييلی ظلمونو مخې ته مقاومت كوی او په خپل دریځ باندې ټينګې ولاړې دی.
د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته مظاهره كوونكو د ملګرو ملتونو ستر سكتر ښاغلی بان كې مون په نوم يو ياداښت وړاندې كړ چې پكښې د اسرايلې پوځيانو لخوا په فلسطينيانو ښځو ظلمونه او د فلسطينی ښځو مقاومت څو نمونې پكې بيان شوی وې.
746287